پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امریکا د سنا جرګې یوه پلاوي له ولسمشر غني سره ليدلي
نیټه: Thu, 10 Oct 2019 09:53:05 +0000

 

د امريکا د سنا مجلس پلاوي له ولسمشر سره په ليدنه کې ويلي، هېواد يې له داسې سولې ملاتړ کوي چې د افغانستان د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي.
هغه ویلي چې واشنګټن د سولې د هغه بهیر هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې د ښځو د حقونو په ګډون په دې هېواد کې د جمهوري نظام دوام خوندي شي.
ولسمشرۍ ماڼې په یوه ټوېټر کې لیکلي چې له ولسمشر اشرف غني سره دغه پلاوي تېر ماښام په ارګ کې وکتل.
د امریکایي سناتورانو دغه پلاوي په افغانستان کې په بریالۍ توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کول ستایلي او هغه یې د ولسواکۍ د ستنو د لا پیاوړي کېدو لپاره مهم بللي دي.
دغه پلاوي د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت او هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخو کې د افغان ځواکونو د اقداماتو ستاینه هم کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته