
عیني شاهدان وايي چاودنه چهار شنبه له غرمې وړاندې نږدې یولس نيمې بجې د جلال اباد ښار دويمې ناحیې اړوند د بي بي حوا ليسې ته مخامخ په یوه کرولا موټر شوي.
وایي په موټرکې سپاره خلک یې نه دي ليدلي خو د موټر ترڅنګ هندي ریکشه کې د یوي ښځي په ګډون دري تنه ټپیان
ولایتي چارواکي وایي چاودنه د ملکي وګړو په کرولا ډوله موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماين له امله رامنځ ته شوي چې د يوې میرمنی په ګډون یې دري ملکي وګړي ټپیان کړي او دټپیانو روغتیایي وضعيت د ډاډ وړ ښیي.
که څه هم اوس د ننګرهار لري پرتي ولسوالۍ په نسبي ډول امن شوي خو په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو او دا ډول چاودنو خلک اندیښمن کړي.
|