پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمېسیون: د رایو بیا شمېرل دې له ځنډ پرته پیل شي
نیټه: Thu, 07 Nov 2019 12:06:04 +0000

 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د دغې ادارې د قانوني پرېکړو په اساس د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون باید په مشخص شویو محلونو کې له ځنډ پرته د رایو بیا شمیرل پیل کړي.
د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري د پنجشنبې په ورځ د نومبر  خبریالانو ته وویل، چې د دوی د پرېکړو په اساس د دوه زره او ۱۱۸ محلونو رایې بیا شمیرلو ته اړتیا لري.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو په اساس د ۸۸ نورو محلونو رایې هم، چې په اړه یې د استیناف غوښتنه شوېبیا شمیرلو ته اړتیا لري او دغه راز، د ۲۶۵ نورو محلونو رایې باید په سیستم کې له داخل شویو رایو سره بیا وارزول شي.
همدا شان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ټینګار وکړ، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتایجو د اعلان نېټه، چې د لړم ۲۳مه ده، بیا و نه ځنډول شي.
د دغه کمېسیون یو کمېشنر قاسم الیاسي وویل، چې د انتخاباتو د مهالویش ځنډول د قانون د نقضولو په معنی ده او ځینې وخت سرغړونه، تخطي او جرم ګڼل کېږي.
الیاسي ټینګار وکړ، چې د انتخاباتو کمېسیون باید د درملوګ شرکت د راپور جزئیات له خلکو سره شریک کړي.
د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ټاکل شوې چې دا کمېسیون نن د رایو د بیاشمیرنې پروسې په اړه خپله وروستۍ پریکړه واوروي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته