پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: د پاکستان استخبارات له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري
نیټه: Thu, 07 Nov 2019 12:12:43 +0000

 

د امریکامتحده ایالاتو د کانګرس د تازه راپور موندنې ښیي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لسېزو راهیسې فعال، خو منفي رول لوبولی دی.
په دې راپور کې پاکستان د افغانستان مهم ګاونډ ګڼل شوی دی، خو ویل شوي چې د پاکستان  استخبارات د افغان ترهګرو په ځانګړې ډول له حقاني شبکې چې د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې لا هم اړیکه لري.
راپور کې زیاته شوي، چې افغان مشران او د امریکا د پوځ قومندانان د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل پاکستان ګڼي چي په مستقیم او غیر مستقیم یې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.
  د کانګرس د راپور له مخې د ترهګروو ډلو پټنځایونه لاهم په پاکستان کې دي او د افغانمستان لپاره لوی خطر بلل شوي دي.
د امریکا د کانګرس په راپور کې راغلي چې پاکستان د یو پیاوړي او باثباته حکومت پر ځای تل په افغانستان کې یو کم زوری او بې ثباته حکومت د پښتنو په مشري غوښتی دی.
په راپور کې راځي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي، د افغان پوځ د پیاوړتیا چارې روانې دي، د فساد پر ضد مبارزه کېږي او د ترهګرۍ ضد مبارزه هم د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ په همکارۍ مخ ته 
روانه ده.
د کانګرېس په راپور کې دا هم راځي چې پاکستانی حکومت په پوره توان هڅه کوي په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو په لار کې خنډ جوړ کړي او په کابل کې کمزوری حکومت د ځان په ګټه بولي.
له دې وړاندې د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ویلي وو چې  پاکستان د هغو ډلو فعالیتونه یې نه دي محدود کړي چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ګواښ دي.
راپور کې راغلي  چې د پاکستان حکومت د دوو ترهګرو ډلو لشکر طیبه او جیش محمد د فعالیتونو په محدودولو کې پاتې راغلی دی.
دا دواړه ډلې په افغانستان او هند کې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې ککړې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته