پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د داعش وسله والو د تسلمېدو لړۍ چټکه شوې
نیټه: Sat, 16 Nov 2019 13:13:00 +0000

افغان امنیتي ځواکونو ته د داعش جنګیاليو د تسلیمیدو په لړ کې دا ځل د يو شمیر پاکستانيو په ګډون يو شمیر کورنۍ په اچین ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

تسلیم شوي وسله وال وايي د افغان امنیتي ځواکونو د نظامي فشارونو ترڅنګ پر دوې د اکمالاتو، خوراکي موادو او تګ راتګ لارو بندیدل ددې لامل شول چې له جګړې لاس واخلي  او افغان امنیتي ځواکونو تسلیم شي

ياد وسله وال وايي له کلونو راهیسي په ياده سیمه کې د افغان دولت ضد فعالیتونه ترسره کول

امنیتي ځواکونه بیا وايي د اچین ولسوالۍ ، د پېخي ، ژورو کلي او نورو کلیو کې د داعېش پرضد پراخ چاڼيز عملیات د دې لامل شوي چې ياد وسله وال افغان امنيتي ځواکونو ته تسلیم شي

 په ورته وخت کې د افغان پوځ د څلورمې پلې لوا مسولین وايي د وسله والو د ځپلو په موخه به عملیات دوام ومومي او د پاکو شو سیمو د ساتني لپاره هم په منظم پلان کار کوي

 تراوسه داعش ډلې د خپلو وسله والو د تسلیمیدو په تړاو څه نه دې ویلي ، خو د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د داعش وسله والو د تسلیمیدو لړۍ تر بل هر وخت چټکه شوي ده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته