پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امنیتي چارواکي: امنيتي پوستو قوماندانو وسلې پر وسله والو طالبان پلورلې
نیټه: Sat, 16 Nov 2019 13:16:14 +0000

.

ارزګان کې دامنيتي پوستو سرتېري تل د وسلو او مهماتو له کمښت شکايت کوي چې له امله يې دوی د جګړې پرمهال د وسله والو طالبان پر وړاندې له ماتې سره مخ کېږي او زيات تلفات ورکوي.

دوه ورځې وړاندې له یو روزنیز مرکز څخه د پولیسو په فراغت غونډه کې د دغه ولايت امنیه قومندان محمد خطاب خنجر د خبرو پر مهال وویل، چې د پوليسو په نوم راغلي تجهزات او وسلې يو شمېر دولت پلوه کسانو او د امنيتي پوستو قوماندانو پر وسله والو طالبان پلورلې.

هغه زیاته کړه، چې پدې اړه یې يو شمېر کسان نيولي هم دي.

نوموړي وویل، د امنیتي پوستو مسوولین ځیني وسلې چې لګښت یې پر امینه قومندانۍ تېر کړی دی، خو مهمات یې ساتلي او جګړه کې یې ترې ګټه نده پورته کړې، اوس یې پر وسلوالو مخالفینو پلوري.

خنجري وايي اوس يي د هغو کسانو په وړاندي عمليات هم پيل کړي چې د دولت وسلې ورسره دي او يايي هم دغه وسلي پر وسله والو طالبان پلورلې.

هغه وايي ټول هغه کسان چې د امنيه قومندانۍ پوروړي دي، د چاپو پر مهال به يي ونيسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به يي معرفي کړي.

د خنجري په وينا چې تر دې وړاندې يې هم يو شمېر کسان نيولي، چې د دولت څخه يې وسلې وړې او يا يې هم پر وسله والو طالبانو پلورلې دي.

په ورته مهال د ارزګان ولايتي شورا او مدني فعالان دغه کار سخت انديښمن شوي دي.

د ارزګان د ولايتي شورا غړی عبدالکريم خادمزی په ارزګان کې د جګړې د پېچلي حالت لوی لامل پر وخت سرتېرو ته د مهاماتو نه رسيدل يادوي.

خامزي له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي او د هغو کسانو مخه ونيسي چې په فساد  کې ښکېل دي.

دا په داسي حال کې دی چې تر دې وړاندې په وار وار د امنيتي پوستو سرتېرو له دولت څخه غوښتنه کړې چې دولت دي ورته مهمات او نور تجهزات ورکړي، تر څو د امکاناتو په لرلو سره په مېړانه وجنګېږي او سیمې مخالفینو له شتون پاکې کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته