
د ولسي جرګې غړي وایي حکومت دې د سولې په برخه کې خپلسري پرېږدي او له ولس سره دې مشورې وکړي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ولسمشر غني او حکومت تورن کړل چې د سولې په برخه کې د خلکو نظریاتو او وړاندیزونو ته غوږ نه نیسي.
ددوی په وینا د حکومت د سولې سیاست د یو دوو کسانو نظریات دي او د ملت غږ نه دی پکې اورېدل شوی. وکیلان له حکومت غواړي چې د سولې لپاره مشخص او ثابت دریځ ولري او دغه راز د سولې او مذاکراتو لپاره خپل سیاست له پارلمان سره په مشوره تعین کړي.
د ولسي جرګې غړي وایي هغه سیاست او تګلاره ټولو ته د منلو وړ ده چې د ملت د استازو او افغانانو له لوري د سولې لپاره جوړه شوې وي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل، چې حکومت ورسره د سولې او په تېره بیا د چین د راتلونکې غونډې په اړه هېڅ راز مشوره نه ده کړې او نه هم دې غونډې ته له ولسي جرګې څوک وربلل شوي دي.
د ولسي جرګي غړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تمه ده په نږدې راتلوونکي طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه په چین کې سره ناسته وکړي.
|