پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جان بس: د کابل او لوګر د بریدونو له امله د ۳ طالب بندیانو تبادله ځنډېدلې
نیټه: Sun, 17 Nov 2019 11:09:50 +0000

 


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، هېواد یې د افغان سولې د پیاوړتیا په هدف د ۳ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني د بیا غور ملاتړ کوي.
د افغانستان حكومت وايي، د طالبانو له خوا د شرطونو نه پر ځاى كولو د امريكايي پوهنتون له دوو استادانو سره د دې ډلې د درېيو غړو تبادله يي ځنډولې ده.
محمد اشرف غني تېره اونۍ اعلان وكړ، چې د حقاني شبكې درې غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشيد له طالبانو سره د امريكايي پوهنتون د دوو بندي استادانو په بدل كې خوشې كېږي.
خو د جمهوري رياست وياند صديق صديقي تېر ماښام پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې ياد كسان لا هم د افغان حكومت په بند كې دي او طالبانو د دې تبادلې لپاره شرطونه نه دي مراعات كړي.
ده ټينګار كړى، چې د افغانستان حكومت دا بهير له سره ارزوي او د ملي ګټو په رڼا كې به اقدام وكړي.
طالبان بيا د بنديانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امريكا اچوي او ادعا كوي، چې د دغه هېواد چارواكو ونه شو كولى د حقاني شبكې درې بندي غړي د تبادلې لپاره په افغانستان كې په ټاكل شوي ځاى كې حاضر كړي.
بلخوا قطر ته د افغان سیاستوالو تللی پلاوی وایي، د امریکایي پوهنتون استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د ځنډېدو علت د امریکا له لوري د تازه شرایطو وړاندې کول دي.
دې پلاوي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د زندانیانو د تبادلې تړون په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و، خو کله چې طالب زندانیان هغوی ته سپارل کېدل، امریکایي لوري د اوربند او بین الافغاني خبرو شرط وړاندې کړ،چې طالبانو رد کړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته