پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې د انسان تښتوونکو او غلو یوه ډله نیول شوې
نیټه: Sun, 17 Nov 2019 12:11:18 +0000


 
ملي امنیت وایي چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې یې د انسان تښتوونکو او غلو یوه ۴ کسیزه وسله واله ډله نیولې ده.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، یادې ډلې د کابل ښار د خیرخانې له سیمې یو ډاکتر تښتولی و او د خلاصون په بدل کې یې د یاد ډاکتر له کورنۍ څخه د پنځه لکه امریکایي ډالرو غوښتنه کوله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغې ډلې غړي اجمل، عبدالنصیر، سید نعیم او حمیدالله د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند تایمني سیمه کې نیول شوي او تښتول شوی کس یې کورنۍ ته سپارل شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شوو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۵۸ فیره مرمۍ، یوه پرتله ،۱۳ ویډیويي کسټې او پنځه مبایلونه ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې یاد انسان تښتوونکې کله نیول شوې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته