پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله: ټاکنو خپلواک کمیسیون دې د دولت ساز ټیم ویندویي نه کوي
نیټه: Sun, 17 Nov 2019 13:06:00 +0000

 

اجراییه رییس او ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله وایي، د ټاکنو کمیسیون د تېرې شپې پرېکړه ورته د منلو نه ده. 
نوموړي چې یکشنبه  یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ټاکنو کمیسیون له دولت جوړوونکي ټیم څخه امر اخیستی دی څو له وخت وروسته رایې سیسټم ته داخلې او وشمېري.
 نوموړی پر کمیسیون غږ وکړ چې د دولت ساز ټیم ویندويي پر ځای دې د قانون مطابق عمل وکړي. 
هغه دغه راز وویل، ټاکنو کمیسیون په پنځوس ورځو کې د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ورکړی.
 نوموړی د خپلو خبرو پر دوام وویل، د دوی اساسي غوښتنه دا وه چې د رایو له بیا شمېرنې مخکې د هغو رایو په اړه پرېکړه وشي چې بایومټریکي معلومات نه لري.
 عبدالله وایي، دوی تېره شپه تر خپلمنځي سلا مشورو وروسته پرېکړه کړې ده چې د رایو په بیا شمېرنه کې ګډون نه کوي.
 عبدالله زیاته کړې، له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دې څوک د سیاسي فشار په توګه ګټه نه پورته کوي، دا ځواکونه د افغانستان د ساتنې لپاره دي نه د سیاسي موخو لپاره.
 هغه دغه راز ویلي، د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په څېر بیا معامله نه کوي او په خپل ټول توان به د خلکو د رایو ساتنه وکړي. 
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټاکنو کمیسیون ویلي، د نوماندانو او ټاکنیزو شکایتونو د ناظرینو په حضور کې یې د هغو رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده چې په اړه یې شکونه موجود وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته