پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پلاوی: د استادانو او طالبانو تبادلې ځنډیدل د تازه شرایطو وړاندې کول وو
نیټه: Sun, 17 Nov 2019 13:10:16 +0000

 

قطر ته د افغان سیاستوالو تللی پلاوی وایي، د امریکایي پوهنتون استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د ځنډېدو علت د امریکا له لوري د تازه شرایط وړاندې کول دي.
دغه نهه تنه  افغان سیاسیون څو ورځې وړاندې قطر ته تللی وو او  هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو سره وکتل او په یو شمیر مسلو یې سره خبرې کړي دي.
دغه پلاوی وايي له طالبانو سره یې هغه خبرې او ستونزې شریکې کړي چې اوسمهال ورسره افغان لاس او ګرېوان دي.
دې پلاوي یکشنبه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د زندانیانو د تبادلې تړون په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و، خو کله چې طالب زندانیان هغوی ته سپارل کېدل، امریکایي لوري د اوربند او بین الافغاني خبرو شرط وړاندې کړ،چې طالبانو رد کړ.
هغوی وایی، له طالبانو سره یې په کتنه کې د افغانانو غوښتنې شریکې کړې او طالبانو هم ژمنه کړې، چې کله له بهرنیانو سره د سولې تړون لاسلیک شي، نو دوی چمتو دی، چې د افغان حکومت په شمول له ټولو سیاسي لوریو سره مخامخ خبرې پیل کړي.
دوی چې په قطر کې له طالبانو سره دري ورځې خبرې درلودې وايي طالبانو ورسره ژمنې کړي چې له  امریکايي لوری سره له توافق وروسته به بین افغان خبرې پیلوي او هم به اوربند ترسره کیږي.
دغه پلاوی وايي طالبانو ورته ویلي چې له بهرنیانو سره به  له صفره خبرې پیل نه کړي او هماغه پخواني لیکل شوې متن مطابق خبرې پیل کړي.
دوی وآيي طالبانو ژمنه کړي د ملکي تالفات کچه به صفر ته راښکته کړي او دا ډول ناستو به ادامه ورکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته