پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې یو ځل بیا لسګونه داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول
نیټه: Sun, 17 Nov 2019 13:24:05 +0000

 

تسلیم شوي داعش وسله وال وايي د ډيورنډ د فرضي کرښې پورې غاړي ته د پاکستان د څارګرۍ ادارې ای ایس ای له خوا په مسجدونو کې د ملاامامانو په وسیله داعش ډلې ته د تبلیغ کولو په پایله کې د يادې ډلې سره یوځای شوي. 
بلخوا امنیتي چارواکي وايي تسلیم شوي ډيرې داعش وسله وال د ډيورنډ د فرضي کرښې د هغې لورې اوسیدونکي دي چې د پاکستان پوځ او څارګرۍ ادارې په لمسون د افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتو کولو په موخه د فرضي کرښې دې لورته رالیږدول شوي . 
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل ننګرهار کې د نږدې ۴ سوه میرمنو او ماشومانو په ملتیا ۲۲۵ داعش وسله وال تسلیم شول .
دده په خبره په ننګرهار ولایت کې د وروستیو عملیاتو له امله د ملي امنیت په هڅو په تېرو دوو اونیو کې ۲۲۵ داعش وسله وال تسلیم شوي چې له دوی سره ۱۹۰ میرمنې او ۲۰۸ تنه ماشومانو هم شتون درلود .
دوی وايي په تسليم شويو کسانو کې ګڼ شمیر یې د پاکستان او نورو بهرنيو هيوادونو اوسېدونکي دي چې اوسمهال د ملي امنيت تر تحقيقاتو لاندې دي.د دوی په خبره د تسلیم شوي داعش ډلي ډيرې وسله وال د ډيورنډ د فرضي کرښې د پورې لور څخه رالیږدول شوي 
کلپونه عبدالهادي ترین د ۲۰۱ سیلاب قل اردو قوماندان
 نظر علي واحدی د ننګرهار د ملي امنیت رييس 
چارواکي وايي تسلیم شوي افغان داعش جنګیالي به د يوې پلان له مخې خپلو مینو ته ستانه شي او د ډيورنډ د فرضي کرښې د هغې لورې تسلیم شوي داعش وسله وال به د وخت په تېریدو سره له یادو سیمو قومي مخورو ته وسپاري. 
دوهم کلیپونه شاه محمود میاخیل د ننګرهار والي
 ایمل نیازي د ننګرهار امنیه قوماندان
 په همدې حال کې تسلیم شوي وسله وال وايي د ډيورنډ د فرضي کرښې پورې غاړي ته د پاکستان د څارګرۍ ادارې ای ایس ای له خوا په مسجدونو کې د ملاامامانو په وسیله داعش ډلې ته د تبلیغ کولو په پایله کې د يادې ډلې سره یوځای شوي
 د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندي هم په دې ولایت کې يو شمیر داعش جنګیالي د خپلو کورنیو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي .
ځايي چارواکي وايي ډير ژر به یو شمیر نورو هم افغان امنیتي ځواکونه ته تسلیم شي، خو داعش ډلې بیا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته