پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لوګر کې د چورلکې لوېدو په پيښه کې دوه امریکايي ځواکونه وژل شوي
نیټه: Wed, 20 Nov 2019 09:57:01 +0000

 

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهار شنبه په لوګر کې د یوې امریکایي الوتکې لوېدو په پېښه کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوې.
په افغانستان کې دیره امریکایي ځواکونو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې اړه چې د دغه هیلکوپټر د راغورځېدو علت څه و، څېړنه کوي.
د خبرپاڼې له مخې لومړنۍ څیړنې ښیي چې دغه هیلکوپټر د دښمن په ډزو نده را نسکوره شوې.
د سرچینې په وینا، په ۲۴ ساعتونو کې به د وژل شوو امریکایي ځواکونو هویت هم په ډاګه شي.
بلخوا، وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې دغه الوتکه د دوی په برید کې نسکوره شوې او په لسګونه افغان او بهرني ځواکونه پکې وژل شوي دي.
خو د لوګر د څرخ ولسوالۍ ولسوال بیا وایي، چې یاده الوتکه له یوه غره سره تر لګېدو وروسته لوېدلې ده.
په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي سرتیرو شمېر ۱۶ ته ورسېد.
په اوس وخت کې شاوخوا دیارلس زره امریکایي ځواکونه په افغانستان کې دېره دي او د دې ترڅنګ د ناتو د نورو اروپایي غړیو هېوادونو زرګونه سرتېري د دې تړون د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې دنده ترسره کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته