پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

يونسېف: د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
نیټه: Wed, 20 Nov 2019 11:09:42 +0000

 

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره یا سېف د چېلډرېن وایي، لوړه سلنه افغان ماشومان د جګړو له امله اغېزمن شوي او د دوی ژوند تریخ شوی دی.
ناامني، بیوزلي او ټولنیزې ستونزې هغه ګواښونه دي چې افغان ماشومان ورسره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، د نا امنیو په ډېرېدو سره د ماشومانو وضعیت د تېرکال په پرتله لا خراب شوی دی.
 په راپور کې راځي چې دوی په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند په اړه تازه نظر پوښتنه کړې ده او په هغه کې لسګونه کورنیو د خپلو ماشومانو د بد وضعیت په اړه نظرونه ورکړي دي.
 سرچینه زیاتوي ٦٢سلنه کورنۍ وایي چې د هغوی ماشومانو په مستقیم او یا غیر مسقیم ډول جگړه لیدلې ده چې په دې کې ٣٨سلنه وایي ماشومان یې د دغه ډول تجربو له کبله ځان له رواني کشمکش سره مخ دي.
 ۷۰ سلنه کورنۍ وایي چې د جګړې ښکېلو لورو د دوی ماشومان له خطر سره مخ کړي دي او باید جګړه ختمه کړل شي.
د ملګرو ملتو د ماشومانو ملاتړ صندق د شمېرو پر اساس له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې نږدې ۱۱۵۳ ښوونځي په افغانستان کې د وسله والو نښتو له امله زیانمن شوي او یواځې تېر میلادي کال ۳۳۷ ښوونځي په هېواد کې د جګړو له امله زیانمن شوي دي.
 په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب ټولنې مشر هم د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې دلته د ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته