پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سټولټنبرګ:افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نشي
نیټه: Wed, 20 Nov 2019 13:21:05 +0000

 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د لندن په ناسته کې به د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وشي. 
هغه د یادې ناستې په اړه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ډاډ څرګند کړی دی چې افغانستان به بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نشي.
 نوموړي ویلي، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې میاشت په لندن کې سره راټولېږي او دوی به د یو لړ نورو مهمو مسائلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې اترې وکړي. 
هغه دغه راز ویلي، که څه هم داعش ډلې په خپل ټول توان هڅه وکړه چې په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي خو د دې ډلې پر وړاندې پیاوړو عملیاتو یې مخه ډب کړه او دا ډله اوس په افغانستان کې ماته شوې ده. 
سټولټنبرګ دا خبره وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني سې شنبه  په ننګرهار کې د دې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات ستایلي او د هغوی د ماتې خبر یې ورکړی دی 
خو طالبانو بیا ویلي، د کابل ادارې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې هیڅ رول نه دی لوبولی، بلکې په وینا یې حکومت تل هڅه کړې دا ډله د طالبانو له منګولو وژغوري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته