پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دوستم :‎ که ځواکونه یو ځل بیا پر اعتراض کوونکو برید وکړي نو خپله به پرې ډزې وکړي
نیټه: Wed, 20 Nov 2019 13:25:27 +0000

 

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ګواښ وکړ که افغان ځواکونه یو ځل بیا پر اعتراض کوونکو برید وکړي نو افغان ځواکونه به خپله په مرمیو وولي
 جنرال عبدالرشید دوستم د جوزجان په شبرغان ښار  کې د ولسي جرګي له یو شمیر وکیلانو سره په ناسته کې ویلي چې افغان ځواکونو په کندوز کې پر یو شمیر اعتراض کوونکو باندې بریدونه کړي چې دا توجیه وړ نه ده او ګواښ یې وکړ دا عمل  بیاځلې تکرار شي نو خپله به افغان ځواکونه په مرمیو وولي.
جنرال دوستم وايي د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم د وروستیو اقدامات په اړه اندیښمن دی او وايي هغه کارونه چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني مخته وړي د یو سیاستمدار سره نه ښايي.
دوستم وايي هغه ژمني ولسمشر غني له خلکو سره کړي وې هغه یې نه دي پوره کړي او په خپل ژمني کې پاتې راغلی .
نوموړی وايي د سولې پروسې ملاتړ کوي او هر  هغه خبرې او مذکرات چې هېواد له بحرانه وباسې نوموړی به یې ملاتړ وکړي. 
دوستم وايي د ټاکنو کمېسیون باید خپله بې طرفي وساتې او هڅه دې وکړی چې ټاکنې له بحرانی حالت څخه وژغوري.
په همدې حال کې محمد محقق وايي تمه ده چې د نومبر میاشتې په ۲۱ په بجینګ کې د سولې مذاکرات پیل شي او هیله یې وښوده چې د سولې دا مذکرات به مثبتې نتیجې له ځان سره ولري.
په دې ناسته کې چې د ولسي جرګي ګڼ شمیر وکیلانو برخه درلوده او غوښتنه یې درلوده چې د ولسمشرۍ ټاکنې پایلي په خپل وخت اعلان شي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته