پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې ۹ تنه وژل شوي
نیټه: Thu, 21 Nov 2019 10:17:47 +0000

 

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سيمه کې نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو کورنيو خپلمنځي وسله واله نښته كړې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلی په دې پېښه کې د دواړو کورنيو نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، دا نښته د ورېښمين او انور د کورنيو ترمنځ شوې، چې په ترڅ كې يې د انور د كورنۍ پنځو غړو او د ورېښمين د كورنۍ څلورو غړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
خوږياڼي د يادې نښتې علت كورنى تاوتريخوالى وباله.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ورته پېښو خلكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته