پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د كانديدانو شورا وايي د جمهوري رياست ټاكنو پايلې نه مني
نیټه: Thu, 21 Nov 2019 10:30:44 +0000

 

د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا خبردارى وركوي، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون وضعيت ته په كتو د يادو ټاكنو پايلې نه مني.
د دغې شورا غړي او د جمهوري رياست ټاكنو كانديد احمد ولي مسعود نن يوې خبري غونډې ته وويل، د حكومت رهبرۍ د دې پر ځاى، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته چمتووالى ونيسي، هغه يې مهنډسي كړې.
د ده په وينا، ټاكنې له خپل اصلي او قانوني مسيره منحرفې شوي او پايلې يې هم قانوني او رڼې نه دي.
مسعود زياته كړه، حكومت د ټاكنو خپلواك كمېسيون يو شمېر كاركوونكي په پيسو اخيستي او دې كسانو يې په ګټه رايې حساب كړې دي.
وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې، د رحمت الله نبيل په مشرۍ امنيت او عدالت او د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ سولې او اسلامي عدالت ټاكنيزو ډلو هم د ټاكنو خپلواك كمېسون د محمد اشرف غني په رهبرۍ له دولت جوړوونكي ټاكنيز ټيم سره په پټو معاملو تورن كړى و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته