پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو۶۵ تنه نیول شوې
نیټه: Thu, 21 Nov 2019 11:38:54 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، دغه ولايت کې ملي پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶۵ تنه نیولي دي .
د ننګرهار پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۶۵ کسان نيولي چې ورسره نشه يي توکي، وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
 دوی وايي، نیول شوي کسان چې د غلا،غصب، انسان تښتوونې او نورو جنایي قضیو کې ښکیل دي،د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې د تېرې یوې اونۍ په موده کې نیول شوي دي.
مسؤلینو نن پنجشنبه امنیه قوماندانۍ کې نیول شوي کسان خبریالانو ته وښودل .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په همدې موخه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او وروستیو تحرکاتو په ترڅ کې د دې ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو له لورې ۶۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، یاد کسان د ځمکو د غصب،قتلونو،انسان تښتوونې او یو شمیر نورو جنایي قضیو په تړاو د تېرې یوې اونۍ په موده کې د پولیسو د ځآنګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي چې ۱۷ میله وسلې ،دوه عرادې وسایط ،۳۴۸ کیلو ګرامه نشه یې توکې،۱۶۴ فیره د درنو وسلو مرمۍ او یو شمیر نور توکې هم ورسره تر لاسه شوي دي .
میاخېل وویل، د امنیه قوماندانۍ پولیسو ته ګڼ شمیر داعشیان هم تسلیم شوي خو د طرزالعمل له مخې ټول تسلیم شوي داعشیان ملي امنیت ادارې ته سپارل کیږي .
د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي وویل، هغه کسان هم په نیول شویو کې شامل دي چې په ښار کې يي هدفې وژنې ترسره کولې او ډاډ یې ورکړ چې د ملي امنیت ادارې سره یې ګډ پلان جوړ کړی چې له مخې به یې ټول هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې په ښار کې جنایي فعالیت ترسره کوي .
هغه زیاته کړه، په وروستیو دوه اونیو کې پنځوس سلنه په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د جرمونو کچه ښکته شوې خو د دې کچې په لا لمنځه وړلو کې یې د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته