پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

الکوزی: جنرال دوستم بې شمیره ولسي وګړي وژلي
نیټه: Thu, 21 Nov 2019 12:56:15 +0000

 

د تېر ولسمشریزه ټاکونو نوماند ابراهیم الکوزي په پلازمینه کابل کې د يوې خبرې ناستې پرمهال د امنیتي ځواکونو په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وروستي خبرې وغندلي او هغه ته يې کوتڅنډنه وکړه. 
نوموړي جنرال دوستم يو جنګي مجرم یاد کړ او زیاته يي کړه  چې هیچا ته به ددې اجازه ورنه کړي چې د نظام پرضد اقدام وکړي 
الکوزي همدراز له افغان حکومت او لوي څارنوالۍ وغوښتل چې په تېر کې د جنرال دوستم د ناوړه کړنو په تړاو هغه ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري. 
 نوموړي همداراز افغان حکومت او افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې د دغسې خلکو پر وړاندې دې جدي اقدامات ترسره کړي او ولس يې تر شاه ولاړ دی
 هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او يا هم د هغه د دفتر نظر واخلو خو د هڅو سره سره بریالي نه شو
دا په داسې حال کې ده چې په کندوز کې د لاریونوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوي کړکیچ وروسته تېره ورځ عبدالرشید دوستم په شبرغان ښار کې د يوې غونډي پرمهال افغان امنیتي ځواکونو ته ګواښ کړي وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته