پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ثبات او همپالني ټيم پلويانو د ټاکنو کميسيون مخ ته لاريون وکړ
نیټه: Thu, 21 Nov 2019 13:03:05 +0000

 

د ثبات او همپالني ټېم اړوند دا لاريونوال د ننګرهار ټاکنو کمېسيون مخ ته راټول شوي او د رايو د بیاځلې شمېر په پروسه کې د شفافیت غوښتنه کوي.
 لاریونوال وایي هغه رایې چې د انتخاباتو په ورځ د پروسې له پيل مخکې او د ټاکلي وخت د پای ته رسېدو وروسته کارول شوي یا هم نه وي بايمټريک شوي، د هېڅ يو نوماند په ګټه دې ونه شمېرل شي.
لاريونوال وایي پاکې رایې دې له نا پاکو رایې بیلي شي او د ولسونو په رايو دې ولسمشر وټاکل شي.
دوی وایي  د ټاکنو کميسيون د برحال ولسمشر تر اغېز لاندې دی او که د ولسمشر په ګټه پریکړه کوي نو د هېواد په کچه به لوي اعتراضونه پيل کړي.
د ننګرهار د ټاکنو په کمیسیون کې د رایو بیاځلې شمېر پروسه جریان لري.
دټاکنو کمیسیون ولایتي مسؤلین وایې یواځې پدې ولایت کې د رایې ورکوونې له بهېره وړاندې یا هم د ټاکلي وخت وروسته صندقونو ته رایې نه دې اچول شوي او د رایو دبیا ځلې شمېر دشفافیت په تړاو ډاډ ورکوي چې يواځې بایمیټریک شوي رایې د څارونکو بنسټونو او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نازرینو پر وړاندې شمېرل کېږي.
 لاريونوالو ټینګار کاوه چې د رایو د بیا ځلې شمېر له پيل وړاندې باید په لومړي ځل د شمېرل شوو رایو په اساس د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پايلي اعلان شوي وای. 
دوی د لومړنيو پایلو د اعلان ځنډ هم د ولسمشریزو ټاکنو په ورستنوي پایلو کې د لاس وهني په معنی بولي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته