پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټرمپ وايې له طالبانو سره پر نوې موافقې کار کوو
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 10:31:06 +0000

 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ​ټرمپ وايي چې له وسله والو طالبانو سره پر نوې موافقه کار کوي.
ولسمشر ټرمپ پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نوموړي د سپټمبر پر ۷مه په کابل ښار کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې له دغه ډلې د سولې خبرې چې وروستۍ هوکړې ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې.
هغه زیاته کړه تېر ځل یې ځکه له طالبانو سره موافقه لغوه کړه چې هغوی فکر کاوه د خلکو په وژلو به د قدرت له موقعیته جوړجاړی وکړي.
د امریکا ولسمشر د سپټمبر په میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو دوه خونړي بریدونه وکړل له دې ډلې سره خبرې لغوه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې وخت پرون له طالبانو سره په نوې موافقې د کار کولو خبره کړې چې دې ډلې تېره سه شنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان له شاوخوا ۳ کلن بند وروسته خوشې کړل.
افغان حکومت د دغو استادانو د ازادېدو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د طالبانو دری لوړپوړي چارواکي له زندانه ور خوشې کړل او ويې ویل چې د سولې په خاطر یې دا کار کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته