پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګه وايې د ټاکنو کمیسیون د پایلو د اعلان وړتیا نه لري
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 11:17:09 +0000

 

د ولسي جرګې غړي وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د اعلان وړتیا نه لري.
 د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د ټاکنو کمیسیون د قانون پر خلاف د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان په پرله پسې توګه ځنډوي او ددې وړتیا نه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي. 
د ولسي جرګې غړو د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د دوو میاشتو ځنډ د شرم وړ وباله او په خبره یې د نړۍ په هېڅ ځای کې د پایلو په اعلان کې د دومره ځنډ مثال نشته دی. 
 د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړ چې کمیسیون دې د ټاکنیزو نوماندانو ملاتړ پرېږدي او په بې پرې توګه دې لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
 دوی کمیسیون په خپلو چارو کې ناکام وباله او په خبره یې هیله لري چې دوی وکړی شي ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشره، حوا علم نورستانۍ بيا وايی د ټاکنو د لومړنیو پایلو تازه نېټه ځکه نه ده مشخصه شوې چې په اوه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه نه ده شوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته