پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکومت: د چابهار بندر له لارې د ترانزیت زیاتولو هڅه کوو
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 11:25:09 +0000

 


افغان سفیر عبدالغفور لېوال په ایران کې ويلي دوی له نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوو څو د چابهار بندر له لارې ترانزیټ ډېر شي. 
دده په خبره افغانستان کولی شي چې هر کال یو میلیون ټنه سوداګریز توکي د ياد بندر له لارې ترانزیت کړي
. لېوال په چابهار بندر کې د یوشمير ستونزو یادونه هم وکړه خو ټینګار يي وکړ چې له دې سره سره بيا هم دوی په دې بندر کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار کوي. 
ایرانی حکومت ويلي چې تر دې دمه ۱۷۳ شرکتونو په چابهار کې د پانګونې لپاره نوملیکنه کړې ده او له دې ډلې ۳۷ شرکتونو خپل فعالیت پيل کړی دی.
 چابهار په ایران کې د هند له لوري افغانستان ته جوړ شوی بندر دی چې له دې لارې به افغانستان له هند او نورو هېوادونو سره سوداګري مخ ته وړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته