پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د نجات خیریه بنسټ د امريکا له لوري د لګېدلو بنديزونو غندنه وکړه
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 13:01:10 +0000

 

د نجات خیریه بنسټ د امریکا د ماليې وزارت هغه تورونه رد کړل چې ګواکې ياد بنسټ د داعش خراسان څانګه تمویلوي.
دوي وايي په کور دننه او بهر راټول شوي کومکونو باندې په افغانستان کې د افغان حکومت تر چتر لاندې خیریه کارونه ترسره کوي. 
دوی وايي افغان حکومت دې د دوی د کارونو په تړاو څارنه وکړي او دوی د حکومت هر ډول سپیناوي ته حاضر دي. 
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نجات خیریه بنسټ څخه د ملاتړ غونډه وشوه.
 دلته راټول شوي ديني عالمان او قومي مخور وايي نجات خیریه بنسټ د کلونو راهیسي په هیواد کې خیریه کارونه ترسره کوي .
د دوی په خبره ياد بنسټ د بیوزلو ، یتیمانو او کونډو د لاسنیوي ترڅنګ په رغنیزه برخه کې هم فعاله ونډه لري چې تراوسه په ټول هیواد کې بې شمیره مسجدونه رغولي ، د څښاک د اوبو څاګانې وهلي او د پوهنې په برخه کې يې هم فعاله ونډه اخستي ده. 
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ياد بنسټ د خیریه کومکونو په نامه داعش ډلې ته د پیسو ټولولو او انتقالولو زمینه برابروله.
په ياده اعلامیه کې راغلي چې د ياد بنسټ اجرائیه غړی روح الله وکیل او د ياد بنسټ مدیر سید حبیب احمد خان د داعش ډلي سره لاس لري ، له همدې کبله د امریکا مالیې وزرات د دوی د مرستو په راټولو د بندیز اعلان کړي دي. 
په همدې حال کې د ياد بنسټ مسولین وايي ياد کسان د دوي بنسټ سره هیڅ نوع اړیکي نلري او خپاره شوي معلومات ټول غلط دي.
د يادې غوندې په پای کې يو اوه مادیزه پریکړه لیک هم ولوستل شو ، چې د دغې غونډې د ګډونوالو د دریځ ښکارندوي يي کوله.
د يادونې وړ ده چې دا اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې په دې وروستیو کې په ختیځ ننګرهار کې افغان حکومت ته د داعش ډلي د وسله والو د تسلیمیدو لړۍ چټکه شوي ده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته