پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸ سلنه زیات شوی
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 13:07:43 +0000

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي روان کال  په لومړیو اوو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دغه کمېسیون د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۸.۲ فیصده زیاتوالی ښيي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د وضعیت په اړه د شنبې په ورځ یو راپور خپور کړ، چې په کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عواملو په اړه په تفصیل بحثونو ته ځای ورکړل شوی دی.
د دغه راپور له مخې سږکال د بشري حقونو کمېسیون د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په اوو میاشتو کې ټولې ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي دي.
په دې شمیر کې ۸۶۱پيښې د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۳ پیښې د جنسي تیري، ۴۸۵ پیښې د اقتصادي تاوتریخوالي، ۱۰۱۴ لفظي تاوتریخوالي او د سیاسي فعالیتونو کې د ګډون د مخنیوي څو پیښې هم په کې شاملې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سږکال د ټولو ثبت شوو پیښو ۹۷.۷ فیصده یې دننه د کورنیو په منځ کې د تاوتریخوالي له امله پیښې شوي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه مېرمن شهرزاد اکبر وايي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د کمیدو لپاره دوامداره مبارزې ته اړتیا ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې وویل، چې په افغانستان کې په تیرو نوولسو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوي ارزښتونه د جګړې، ناامنۍ، د قانون څخه د تیښتې، معافیت د کلتور اوپه پراخه کچه د فساد د شتون له ګواښونو سره مخ دي.
مېرمن اکبر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د ټیټیدو لپاره په جوړښتونو کې د جدي او قاطع اقداماتو غوښتنه وکړه.
د نومبر ۲۵مه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د خلکو د پوهاوي د زیاتیدو په خاطر لمانځل کیږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته