پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د چابهار بندر کارونو پر چټکوالي د هند ټینګار
نیټه: Mon, 23 Dec 2019 13:27:41 +0000

 

د هند بهرنیو چارو وزیر چې ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي چې نوی ډیلی او تهران د چابهار بندر پروژې د کارونو پر چټکوالي سره سلا شوي دي.
د هند بهرنیو چارو وزیر، جِی شَنکر او د ایران بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د دواړو هېوادونو ګډ کمېسیون ۱۹ مه غونډه کې پر دې موضوع سره خبرې کړې دي.
هندۍ رسنۍ وایي امریکا په یو بېساري ګام سره د چابهار بندر له کبله معافیت غځولی.
د چابهار بندر د ایران له ستراتیژیکو بندرونو شمېرل کېږي، په همدې حال کې د ایران یوازینی بندر دی چې د هند اقیانوس ژۍ ته پروت دی.
د انډیا ټایمز ورځپاڼې د رپوت له مخې امریکامتحده ایالاتو لپاره د چابهار بندر له لارې له هند نه افغانستان ته د مرستو او صادراتو استول مهم دي نو ځکه یې نوي ډیلي ته معافیت تمدید کړی.
ایرنا خبرې اژانس ویلي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره د دواړ اړخیزو اړیکو سربیره پر سیمه ایزو  او نړیوالو موضوعګانو هم  خبرې کړي. 
دې اژانس ویلي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به په ایران کې له نورو لوړ پوړ ایراني چارواکو سره هم لیده کاته ولري. 
 دا ستراتیژيک بندر چې د هند په اقیانوس کې واقع دی، د افغانستان، ایران او هند لپاره منځنۍ اسیا ته د تګ راتګ زمینه سازي کوي.
دا بندر نه یوازې هند او ایران ته مهم دی، بلکې افغانستان هم غواړي چې د چابهار له لارې پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي.
افغانستان د چابهار له لارې د ۲۰۱۹میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې خپل صادرات پیل کړي.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال تیره میاشت ویلي  چې هېواد یې د چابهار دبندر له لارې د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ د زیاتولو پلان لري.
ده ویلي وو چې د چابهار بندر دواړه برخې د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد لپاره تیارې شوې دي.
د مسئولینو په خبره دا بندر کولی شي چې هرکال شاوخوا یو میلیون ټن سوداګریز مالونه انتقال کړي.
د ایران د خبري اژانس، اېرنا په حواله د افغانستان لږترلږه ۱۷۶ سوداګریز شرکتونه د چابهار په بندر کې د تجارت لپاره ثبت شوي دي، خو یوازې ۳۲ یې اوسمهال فعالیت کوي.
د افغانستان حکومت رسماً، د فبرورۍ په میاشت کې د چابهار د بندر له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو په لېږدولو پېل وکړ.
د چابهار بندر د فعالولو هدف د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو سره سوداګریزه مرسته ده چې په وچه کې پراته دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته