پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

يو شمیر اوسیدونکو د ننګرهار ولایت مقام مخ ته لاریون وکړ
نیټه: Thu, 26 Dec 2019 13:03:36 +0000

 

د ننګرهار ولایت مقام مخ ته راټول شوي دا لاریونوال ادعا لري چې د سره رود ولسوالۍ خیر اباد سیمه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر او جمال قدیر له لوري پر ۱۵۰ جریمه پلورل شوي ځمکه ، هغوي بیا ځلې په حاجي مونجي نامې کس پلورلي ده.
دوی وايي يادو کسانو ترې د يادې ځمکې پر سر يوسلو شپیته زره روپي اخيستي چې نه يې کار ته پریږدي او نه هم پیسي ورکوي.
لاریونوالو ګواښ وکړ که ولایتي اداره يې غږ وانه وري ، دوي به خپله د خپل وس پر توان د هغوي پرضد اقدامات ترسره کړي.
بلخوا ولایتي ادارې ياد موضوع يوه حقوقي موضوع ګڼي او وايي چې د څيړلو په پار به يي اقدامات ترسره کړي ، خو وخت نیسي. 
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د حاجی ظاهر قدیر ، جمال قدیر او د حاجی مونجی نظر هم له ځانه سره ولرو ، خو د هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته