پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کونړیان: د بولډروال ترسره شوي کارونه ناسم دي
نیټه: Wed, 01 Jan 2020 12:12:32 +0000

 

کونړيان د هغه بولډروال ترسره شوي کارونه ناسم او د قرارداد خلاف بولي چې د پنځو ولسوالیو ځمکې د کونړ له سینده ګټي.
دوي د یو ملیارد افغانيو په ارزښت د جوړیدونکې بولډر وال په دې پروژه کې د فساد شتون او کم کیفت له امله د دې پروژې کارونه هم بند کړي.
د ساختمان مسلکې انجنیر چې د پروژې کارونه یې له نږدې ولیدل د بولډروال پروژې کارونه له ستونزو ډک یادوي
بلال سیاه وایې د بولډروال کارونه په مسلکې ډول نه دې ترسره شوي او دواړي په موسم کې د اوبو زور بولډر وال لمنځه وړي.
د کلو او پراختیا ریاست رئيس په کونړ سيند دبولډر وال پروژې ترسره شوي کارونه له قرار داد سره سم بولي.
والي عبدالستار میرزکوال هم وایې په کونړ سیند دجوړیدونکې بولډروال کارونه د یو کميسیون له خوا څارل شوي او به هغه برخو کې چې ستونزې موجودي وي تر ویجاړیدو وروسته به له سره ورغول شوي.
د دې بولډر وال دجوړیدو چارې  شپږ میاشتې وړاندې پیل شوي وي چې په جوړېدو سره یې
د نرنګ،څوکۍ،نورګل،خاص کونړ او سرکاڼو ولسواليو ۳۶۰۰هيکتاره ځمکه د کونړ سیند له څپو ژغورل کیدی شي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته