پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تېر کال افغانانو په ګډون ۵۰۰ زره غیرې قانوني کډوال نیول شوي
نیټه: Thu, 02 Jan 2020 12:39:14 +0000

 

د ترکیې د کډوالۍ اداره وايي تېر میلادي کال يي ۵۰۰ زره غیرې قانوني کډوال نیول شوي وو چې افغان کډوال هم پکې شامل وو.
افغان سفارت بيا وايي، ترکیه کې ډېری نیول شوي افغانان داسې کسان دي چې نا قانونه ياد هېواد ته تللي او ګام په ګام او په خپله خوښه استول کېږي.
د ترکیې کډوالۍ اداره د یوه رپوټ خپرولو سره وايي، پر ۲۰۱۹ میلادي کال یې نږدې نیم میلیون یا پنځه لکه بې قانونه کډوال نیولي دي.
اناتولیه خبري اژانس د دې ادارې له خولې وايي ددې نوملړ په سر کې د افغانستان، پاکستان، سوریې، فلسطین، عراق، ایران، ګرجستان، میانمار او مالداویا وګړي دي.
د دې شمېرو له مخې، نیول شویو کې له یو لک ۹۹ زرو ډېر افغان کډوال دي چې تر ۲۰۱۸ کال یې شمېر دوه برابره شوی دي.
د ترکیې د قانون له مخې، څوک چې دغه هېواد ته بې قانونه ځي، تر نیول کېدو وروسته د کډوالو ستنونې لنډمهالو پنډغالو کې ساتل کېږي او الوتکه کې پلرني هېواد ته استول کېږي.
یاد اژانس وايي، پر ۲۰۱۸ کال ترکیه کې نږدې یو لک افغان کډوال نیول شوي وو، خو تر هغه کال مخکې دا شمېر ۴۵ زره و.
افغان سفارت کې د کډوالو چارو کارمنده فرزانه رشید رحیمي واي، نیول شوي کډوال په بیلا لیلو پنډغالو کې ساتل کېږي او د خپلې خوښې ستنېدو پاڼه له سفارت ترلاسه کوي.
هغه له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، ملګري ملتونه له ترکیې افغانستان ته د کډوالو ستنېدو لګښت ور کوي او له کابل خپلو اړوند ولایتونو ته د تګ لګښت یې د افغان حکومت په غاړه دی.
د دې سفارت په خبره، له ۳۹ زرو ډېر افغان کورنۍ ترکیه کې د ویزې له مخې اوسېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته