پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ بورډ د ۱۹ لوبغاړو لپاره روزنيز کيمپ برابر کړ
نیټه: Tue, 07 Jan 2020 09:39:33 +0000

 

افغان ملي لوبډله به راتلونکې اونۍ د مهارت لوړولواو فزیکي جوړښت (فټنس) په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته سفر وکړي.
کرکټ بوټ وايي ملي لوبډله به دوه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې خپل تمرینات د مشر روزونکي (لانس کلوزنر) تر مشرۍ لاندې ترسره کړي.
 دهغه په خبره د لوبغاړو پر تخنیکي اړخونو، غوره توپوهنه او چټکه توپ اچونه به ډېر کار وشي.
د افغان کرکټ ملي لوبډله چې د نړیوال جام د ناکام سفر ورسته یې هیڅ کومه رسمي لوبه د ځان لپاره جوړه نه کړه د راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام په اړه سوچ هم نه لري
افغان کرکټ بورډ لا پر دی نه دی توانیدلی چې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ځانګړي سیریزونه واخلې.
د متحده عربي اماراتو د دغه روزنیز کمپ په نوملړ کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، درویش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپی شامل دي.
دغه سفر به د جنورۍ پر ۱۲ نېټه متحد عربي اماراتو ته وکړي دافغانستان کرکټ بورډ دلیل دا راوالې چې د اماراتو د لوبغالو خاوره او د استراليا خاوره سره ډېر توپير نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته