پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په فراه کې افغان پوځې الوتکه غورځيدلې ده
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 10:29:36 +0000

 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه MI-35 ډوله هلیکوپټره د تخنیکي عوارضو له امله د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لویدلې ده.

په فراه کی د افغانستان یوه پوځي الوتکه، د تخنیکی ستونزو له امله غورزیدلی ده، چی پيلوټان پکې وژل شوي.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.
د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله را ولوېده.
د احمدزي په خبره د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي او بشپړ جزئیات به يي د څېړنو له بشپړېدو وروسته خپور کړي.
دا په تېر یو نیم کال کې د افغان هوايي ځواکونو درېیمه هلیکوپټره ده، چې په فراه ولایت کې سقوت کوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته