پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایران کې غورځېدلې الوتکه کې د افغانانوپه ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 11:09:12 +0000


 
له ایرانه رپوټونه وايي، یوه اوکرایینۍ الوتکه، چې ۱۷۶ مساپر پکې سپاره وو، تهران کې له هوايي ډګر تر پورته کېدا وروسته له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې او لوېدلې ده.
په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي خبري غونډې ته وویل، چې الوتکه له پورته کېدو درې دقیقې وروسته سهار ۵ بجې او ۱۵ دقیقي وغورځېده.
د هغه په خبره، دې الوتکه کې ۱۷۶ مساپر وو، چې ۷۰ نارینه، ۸۱ ښځې او ۱۵ ماشومان او یو نوزېږ و.
ایراني چارواکي وايي، دې کسانو کې ۱۴۴ ایرانیان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۰ افغانان، ۹ کاناډایان، څلور سعودیان او یو انګرېز و.
لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و.
د اوکراین ولسمشر د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید کړې او د وژل شویو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته