پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د لغمان په مهترلام کې د ناکامورا په نوم پارک جوړیږي
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 11:35:58 +0000

 

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډاکټر تېتسو ناکامورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان سیمه کې یې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په شل جریبه ځمکه کې د ډاکټر تېتسو ناکا مورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.
نوموړی وایي، ددغه پارک تاسیسات، احاطه، د باغوان خونه، د سولري ابیارۍ سیستم او د سرسبزۍ ټولې چارې هم لري چې کارونه به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چې په دې ولایت کې یې د انکشاف چارې پیل او پای مومي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته