پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هندوستان سیریزلوبه کې سریلانکا ته سخته ماته ورکړه
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 12:22:23 +0000

 

د هندوستان په کوربتوب سریلانکا په دوهمه شل اوریزه لوبه کې یو سخته ماته وخوړه.
په دغه سیالۍ کې ټاس هندوستان وګاټه او خپله يي د توپ اچونې پرېکړه وکړه او سریلانکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
سریلانکا په ټاکلي شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو یوازي ۱۴۲ منډې ترلاسه کړي.
هندوستان وکولای شول چې یاد هدف په اتلسم اور کې پوره او لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.
په یاده سيالۍ کې د هندوستان لپاره په توپ وهنه کې (کېل راهول) ۴۵ او کيپتان (ویراټ کوهلې) بیا ۳۰ مندې تر لاسه کړي.
د سریلانکا اوسني کیپتان لیسیت ملینګا د لومړۍ شل اوریزي د پيل څخه مخکي ويلي و چې هندوستان څخه به په خپل کور کې سیریزلوبه ګټې خو ونه توا نیدل.
د هندوستان کرکټ لوبغاړو ملینګا د پيل څخه ټارګېټ کړې و او په ۴ اورونو کې ترې ۴۰ منډې واخیستې.
د هندوستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اورښت له امله مساوي پای ته ورسیده.
که چیرته هندوستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي شل اوریزه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړي نو د یاد سیریز ګټونکي به شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته