پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: ایران هڅه کوي چې افغانستان کې د سولې خبرې زیانمن کړي
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 13:29:25 +0000

 

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران تور لګولی دی چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له وسله والو ډلو سره اړیکې لري او د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوي.
پومپیو دا څرګندونې د سه شنبې پر ورځ واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وکړې.
نوموړي وویل، ایران له وسله والو ډلو سره د خپلو اړیکو پر مټ هڅه کوي چې په افغانستان کې اوږده جګړه دوام وکړي.
د پومپیو په وینا، ایران له اوږدې مودې راهیسې په نړیواله کچه د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او لا یې هم له دې تګلارې لاس نه دی اخیستی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د په بغداد کې د ایران د القدس ځواک د پخواني مشر جنرال قاسم سلیماني د وژنې دفاع وکړه.
نوموړي وویل، داسې نه ښکاري چې جنرال سلیماني دې پر هغه ورځ د سولې له پیغام سره بغداد ته تللی وي.
بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر غني د سې شنبې پر ماخوستن د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع له وزیر مارک اسپرسره ټلیفوني خبرې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر مشرانو په دې وروستیو کې ایران ته سفرونه کړي دي او هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.
د ایران د حکومت رسمي دریځ دا دی چې وایي، په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، خو هلته د امریکایي پوځ د شتون په اړه اندېښنې لري.
د جنرال قاسم سیلماني وژنې ټوله سیمه کې سیاسي او پوځي ناکراري رامنځته کړې ده او د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د امریکا دا ګام غندلی.
خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګار کوي چې د هغه د وژنې امر یې د کومې جګړې د پیلولو لپاره نه، بلکې د جګړې د مخنیوي په موخه ورکړی و.
د سلیماني له وژل کېدو وروسته د افغان چارواکو غبرګونونه بېلا بېل وو.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په سیمه کې د تاو تریخوالي ډېرېدو په تړاو اندېښنه وښودله او ویې ویل، د افغانستان له خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد کار وانخیستل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته