پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د داعش ۵۰ میرمن او ۸۰ ماشومان خپلو کورنیو ته سپارل کیږي
نیټه: Wed, 08 Jan 2020 13:39:11 +0000

 

جلال اباد کې د افغان حکومت په ولکه کې د تسلیم شو داعش وسله والو میرمنې او ماشومان د ډيورنډ د فرضي کرښې د دواړو خواوو د مېشتو قومي مشرانو دجوړې شوي جرګې د پریکړي په ترڅ کې خپلو خپلوانو ته سپارل کیږي.
 حکومت ياد پریکړه د قومي مشرانو په غوښتنه کړي د کوزني پښتانه له دې پرېکړي خوښ دي او وايي چې د امو تر اټکه يو ملت اوسیږي ، چې هیڅکله سره نه بیلیږي. 
د دوي په خبره د پاکستان څارګرۍ ادارې او پوځ تل د ډيورنډ د .
 د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي د دغې جرګې د پریکړي وروسته به د يو لړ لازمې څيړنو وروسته به د تسلیم شو داعش جنګیالیو پنځوس میرمنې او اتیا ماشومان چې د ډيورنډ د فرضي کرښې د هغې خوا د قبایلې سیمو اوسیدونکي دې خپلو خپلوانو ته وسپاري.
 په همدې حال کې يادې جرګې د دواړو خواوو قومي مخورو له لورې جوړ شوي پریکړلیک هم د جرګې ګډونوالو ته ولوستل شو. 
 دسیمه یزا چارواکو د معلوماتو له مخې په ننګرهار ولایت کې په دې وروستیو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون کابو پځلس سوه داعش وسله وال افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي چې له دې وړاندې د ۱۳۰ په تعداد کې ښځې او ماشومان په کور دننه چې د بیلابیلو ولایتونو او سیمو اوسیدونکي ول ، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته