پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته خپل سفر وځنډاوه
نیټه: Thu, 09 Jan 2020 10:59:17 +0000

 

 د ناټو عمومي منشي ولسمشر غني سره په تیلفوني خبرو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ ، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.

د ناټو سکرټر جنرال ینس سټولټنبرګ د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.

ارګ ویلي، سټولپنبرګ په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت لپاره، کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.

همداشان نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له ولسمشر غني څخه معذرت غوښتی

سټولټنبرګ ویلي، چې په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د ناټو سکرتر په یو پلان شوي سفر کې د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.

ارګ ویلي چې دواړه خواوې به کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال، د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

دواړو خواو ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات نشي راتلی.

کابل ته د ناټو د سکرټر جنرال سفر په داسې حال کې ځنډېدلی، چې د ایران د سپاه پاسداران د جیګپوري قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلي حالت کې دي.

افغان حکومت دواړو خواو ته ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به د بل هیواد پر ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه ورنکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته