پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نګرهار کې د داعشیانو ۱۳۳میرمنې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول
نیټه: Thu, 09 Jan 2020 11:17:18 +0000

 

په ننګرهار کې د کوزنیو او ځايي مېشتو قومي مخورو د ګډې جرګې له پرېکړي وروسته د تسلیم شو داعش جنګیالیو د کورنیو لسګونه غړي خپلو خپلوانو ته وسپارل شول.

 د يادو کورنیو ماشومان وايي د کوزې پښتونخوا څخه د داعش په لیکو کې راغلي ول ، چې په اچین ولسوالۍ کې ورته د بیلابیلو وسلو د استمعال په اړه تریننګونه ورکړل شوي.

 يادې میرمنې د افغان حکومت څخه له دې کبله مننه کوي چې ګواکې د تسلیمیدو وروسته يې ورسره سم چلند کړي.

 ننګرهار کې د ډيورنډ د فرضې کرښې د دواړو لورو قومي مخورو د پریکړي وروسته د پښتونوالۍ دود او دوستور سره سم خپلو خپلوانو ته د کوزي پښتونخوا د تسلیم شویو داعش جنګیالیو د میرمنو او ماشومانو د سپارلو لړۍ پیل شوه .

چارواکي وايي دمګړۍ تثبیت شوي ۵۲ میرمنې او کابو ۸۱ ماشومانو خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او که د پاتې نورو میرمنو او ماشومانو پسې يې هم خپل خپلوان راشئ دوي به يې ورته وروسپاري.

بلخوا د دغه کورنیو ماشومان چې په يوه خوندی ځای کې ساتل کیږي،د خوراک ، څښاک ، پوښاک او اوسیدو د ځای ترڅنګ يي ماشومانو ته د لوبو کولو په پار هم اسانتیاوي برابري شوي وي.

ياد کوچنیان وايي له خپلو کورنیو سره د غرونو ( مورګي ) له لارې اچین ته راغلي ول او هلته د داعش وسله والو په مرکزونو کې د بیلابیلو وسلو د کارونې زده کړي ورکول کیدي .

 دوي هم خوښ دي چې افغان حکومت ته تسلیم شول اوس د قومي مخورو د پریکړي له مخې بیرته خپلو اصلي مینو ته ستنیږي.

د تسلیم شوې داعش وسله والو میرمنې هم خوښې دي چې د پښتنوالۍ د دود او دستور له مخې خپلو خپلوانو ته سپارل کیږي .

 په همدې حال کې قومي مشرانو هم له حکومت مننه وکړه چې د دوې غوښتنه يي ومنله او د جرګې له مخې يي خپلو محرمو اشخاصو ته د

 د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون کابو ۱۵۰۰ داعشيان چې د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې وسله وال فعالیت درلود له جګړې لاس په سر او افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته