پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمېسیون: راتلونکې دوشنبه د څیړلو نتایج ټاکنو کمېسيون ته سپارو
نیټه: Thu, 09 Jan 2020 13:48:20 +0000

 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۰ څخه زیاتو ولایتونو کې د شااوخوا ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کیږي.
د انتخاباتو د مهالوېش له مخې د شکایاتو د تفتیش او ارزونۍ لړۍ باید نن پنجشنبې پای ته رسېدلې وای، خو د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، چې دغه لړي به د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې په ورځ پای ته روسیږي.
ددې کمېسیون ویاند قاسم الیاسي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، تر دا مهاله له ۲۰ څخه زیات ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو په ترڅ کې د ۱۹۴۵ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي چې تر راتلونکې دوشنبې به ددې محلونو په شمېر کې زیاتوالی هم راشي.
هغه ددې محلونو د رأیو د بیا شمېرنې په اړه وویل چې ددغو محلونو رأیې چې بیا شمېرل کیږي د رأیو تفاوت، له خپل ټاکلي وخت څخه بهر د رأیو استعمال، مشکوکې رأیې او د بیومټریک دستګاوو نشتون دی چې پر بنسټ یې دغه رأیې باید بیا وشمېرل شي.
د الیاسي په خبره، د راتلونکي دوشنبې ورځې وروسته به دوی د خپلو لمړنیو څېړنو پایله د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي او د استیناف غوښتنې لړۍ به هم پیل شي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون کارونه د قناعت وړ نه بولي.
د انتخاباتو د ړونتیا څارونکې شبکې غړي وايي د شکایاتونو خپلواک کمېسیون په خپل ټاکلې وخت خپل کارونه نه دي ترسره کړي.
د دوی په خبره  د شکایاتو کمېسیون باید ژر تر ژره خپل وروستۍ پرېکړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته