پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایران ومنله چې اوکراینۍ الوتکه د دوې ځواکونو ويشتې
نیټه: Sat, 11 Jan 2020 10:27:56 +0000

 

ایران وايي د تیرې چهارشنبې په ورځ د اوکراین یوه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو له خوا په غیر قصدي ډول په تیروتنه کې ویشتل شوې او په بشپړ ډول له منځه تللې.
د ایران له خوا د دغې الوتکې د ویشتلو د اعتراف وړاندې امریکايي او کاناډايي چارواکو ویلي وو، چې اوکراینۍ الوتکه د ایران له خوا په توغندي ویشتل شوې ده.
 د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه الوتکه په غیر قصدي توګه هوايي ضد توغندي باندې لګېدلې او غورځول شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، پر الوتکه د امریکا د یوه توغندي شک شوی و چې وار په وار د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه ستراتیژیک مرکز ته نږدې کېده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ایران په ځلونو هغه خبرونه او ادعاوې رد کړې چې ویل کېده دغه الوتکه ویشتل شوې.
همداشان د اوکراین جمهور رئیس هیله ښودلې، چې د الوتکې د نسکوریدو په اړه پلټنې پرته له ځنډ دوام ومومي او ایران باید د قربانیو کورنیو ته غرامت ورکړي.
د هوايي چلند نړیوالو قوانینو له مخې ایران کولای شي د الوتکې غورځېدو پېښې په تړاو د پلټنو مشري وکړي، خو په دودیز ډول د الوتکي چمتو کوونکي په داسې پلټنو کې ګډون کوي.
 اوکرایني بویینګ ۷۳۷ مسافر وړونکې اولوتکه د چهارشنبې په ورځ د تهران په خمیني هوايي ډګر کې وغورځېده او په کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ټول ۱۶۷ مسافر او د الوتکې ۹ عمله ټول ووژل شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته