پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې د توکو بیې دوه برابره لوړې شوي
نیټه: Sat, 11 Jan 2020 12:03:19 +0000

 

وروسته له هغې چې جلال اباد کې ټوله راکړه ورکړه د پاکستانيو کلدارو پرځای افغانيو ته بدله شوه، مشتریان وایي د توکو بیې هم ورسره دوه برابره لوړې شوي.
ښاریان وایي یا خو ښاروالۍ د ټولو توکو لپاره ټاکلي نرخونه نلرې او یا یې هم په تطبېق کې پاتې راغلي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي د جلال اباد پر ښاروالۍ نيوکې کوي چې د دکلدارو د بندیدو سره په خوراکي او غیرخوراکي توکو کنټرول نه لري دوی وایې چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیات پرې توکي پلورل کېږي.
د اصنافو او هټېوالو خونې مسؤلېن د مشتریانو ستونزې منې او وایي هټېوالو ته یې د پېر پلور پرمهال د انصاف سپارښتنه کړي خو لا هم ځېني هټېوال له نرخنامو سرغړونه کوي او توکو ته د خپلې خوښې بیې ټاکې .
خو د جلا ل اباد ښاروالۍ کې د همدې برخې مسؤلېن وایي د نرخونو د کنټرول لپاره یې خپلې هڅې کړې او یو شمېر هغه هټېوال یې جریمه کړې هم دي چې له نرخنامو یې په لوړو بيو توکي پلورلي.
دوی وایي له نرخنامو یې د سرغړونوکو هټېوالو د جريمه کولو لړۍ دوام لري.
یوازې ننګرهار نه دی چې خلک یې په افغانيو د نرخونو له لوړوالې شکایت کوي، لغمان او کونړ دوه نور هغه ولايتونه دي چې د افغانيو له دودېدو سره پکې هټيوالو د توکو بیې لوړي کړي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته