پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سهیل شاهین: ډېر ژر به له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک نېټه په ډاګه شي
نیټه: Sat, 11 Jan 2020 13:10:46 +0000

 

طالبانو ویلی تمه لري چې ډير ژر له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک کیدو لپاره وخت وټاکل شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د روسیې (ټاس) خبري اژانس سره په خبرو کې که څه هم امریکا سره د هوکړې لاسلیک کیدو دقیقې نیټې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دا نیټه به ډیر ژر اعلان شي.
د امریکا او طالبانو استازي له څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمینې دوحه کې دي، خو تر اوسه د دوی ترمنځ د سولې مذاکرات په رسمي ډول نه دي پيل شوي.
ویل کیږي دا خبرې له دې امله دریدلي چې خلیلزاد له طالبانو د اوربند په تړاو د پریکندې پرېکړې ځواب غواړي.
طالبانو ته نږدې سرچینو هم ویلي چې طالبانو امریکایي لوري سره له تړون لاسلیک کیدو وړاندې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې ده.
خو سهیل شاهین ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د دې له امله شوی، چې امریکا او طالبانو په دې موافق وو، چې د افغانستان لانجه یوازې د سیاسي لارې هواریدلی شي.
د تیرې جمعې په ورځ  د عراق پایتخت بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د قومندان قاسم سلیماني د وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو څو ورځې وړاندې خبریالانو سره په خبرو کې ایران د افغانستان د سولې د بهیر په کمزوره کولو تورن کړی وو.
پمپیو ویلي وو،چې ایران د افغانستان د سولې په اړه په سیمه ییزې اجماع کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
 پمپیو وویل، چې ایران له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.
د افغان حکومت یو شمیر چارواکو هم د افغانستان د سولې په بهیر د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د پیښ شوي کړکیچ د زیان په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په دې باور دی، چې د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ روانه شخړه به د افغانستان د لانجې د سوله ییز هواري لپاره د طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته زیان ونه رسوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته