پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۱۳۷ میلونو افغانیو په لګښت ښوونځې جوړ شول
نیټه: Sat, 11 Jan 2020 13:24:36 +0000

 


ننګرهار کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مخکې څخه جوړ شویو قطعو ۶ ښوونځي تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول . 
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لورې په خوږیاڼو،کوز کونړ،مومندرې،کوټ،دوربابا او شینوارو ولسوالیو کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مخکې څخه جوړو شویو قطعو ۶ ښوونځي تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول 
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لورې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مخکې څخه جوړ شویو قطعو ښوونځیو یوه نوې تجربه ده  له همدې امله یې چارې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شوې
میاخېل په وینا د دې ښوونځیو قطعې یا بېلابېل توکې له وړاندې د ښار جوړونې وزارت له لورې په یوې فابریکې کې جوړې شوې وې او له دې وروسته به ورته نور ښوونځي هم جوړ شي
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، سږ کال یې دې ولایت ته د ۲۰۸ ښوونځیو جوړولو منظوري تر لاسه کړې چې له شمیر څخه یې د ۱۶۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو عملي چارې جریان لري 
د ښار جوړونې وزارت معین همایون فیض د ښوونځیو له مسؤلینو،زده کوونکو او کورنیو څخه یې د یاد ښوونځیو د ساتنې او پالنې غوښتنه وکړه 
د ولایتي چارواکو په وینا په دې ولایت کې د شاوخوا دېرش میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوې چې دا پروژې ددې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې عملي چارې روانې. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته