پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهارکې ۴ امريکايي سرتيري مړه او ټپيان شوي
نیټه: Sun, 12 Jan 2020 10:09:01 +0000

 

په په کندهارولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلورو امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کندهار والي، حیات الله حیات تیره ورځ ويلي وو چې چاودنه د ډنډ ولسوالۍ د حقدار کارېز په سیمه کې شوې ده.
په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې دا لومړی ځل دی چې امريکايي ځواکونو ته مرګ مرګ ژوبله اوړي.
حیات په وينا یاد د امریکايي ځواکونو د ګزمې ټانک د سړک پرغاړه په ماین کې الو زول شوې دی.
هغه ويلي په یاده چاودنه کې، ۲ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د پېښې مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند پر ټوېټر لیکلي چې پېښه د کندهار هوايي ډګر ته نږدې شوې او په موټر کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په کندهار کې د امریکايي ځواکونو د ګزمې پر موټر چاودنه تائید کړې ده.
د ناټو په اعلامیه کې ویل شوي چې دامریکا دفاع وزارت ښايي تر پېښې ۲۴ ساعته وروسته د وژل شوو کسانو معلومات خپاره کړي.
تېر کال په افغانستان کې ۲۰  امریکايي ځواکونه وژل شوي وو.
خو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتيري وژل شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته