پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هرات کې د چتونو لوېدو پېښو کې ٨ کسان مړه شوي
نیټه: Sun, 12 Jan 2020 10:56:20 +0000

 

د هرات له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مالي او اداري مدیره رویا حمیدي ویلي چې دغه مرګ ژوبه په انجیل او ادرسکن ولسوالیو کې د دوو کورونو د چت پرېوتو له کبله شوې ده.
ده ويلې، چې مرسته کوونکي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له زیان منو شوو کورینو سره د مرستو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
حمیدي زیاته کړې چې د تېرې شپې درنو واورو له کبله هرات ښار ته د ټولو ولسوالیو او د ولسوالیو مرکزونو ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوي او له کبله یې د هرات – اسلام کلا او هرات – تورغونډۍ په لویو لارو کې څو مسافر بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې هم د ورښت له کبله د یوه کور چت پرېوتو شپږ ماشومان مړه او ۱۴ نور ژوبل کړي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته