پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې ولسي غونډه لري
نیټه: Sun, 12 Jan 2020 11:53:00 +0000


 

پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ په بنو کې لویه غونډه لري چې موخه یې د پښتنو پر ځمکو د قبضې، د هدفي وژنو ودرولو او يو ځل بيا د طالب وسله والو راڅرګندېدو مسايل راپورته کول دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، دې جلسه کې به له نړیوالو وغوښتل چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي څو دغه هېواد کې مېشتو پښتنو باندې روان ظلمونه ودروي.
دا غورځنګ د بنو په ریاض یا منډان پارک کې غونډه لري.
غورځنګ ويلي پاکستان کې پر پښتنو نور زور زیاتی د زغم نه دی او د پاکستان حکومت باید د دوی پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.
د دې غورځنګ مشر منظور پښتین ددې ولسې غونډۍ یوه ورځ وړاندې ویلي چې ددې غوندۍ څخه یې موخه له حکومته د ماورای عدالت وژنو څیړلو لپاره د شفافه کمېسیون جوړېدنې، په پوځي عملياتو کې خلکو ته د ځاني او مالي زيان د ارزول او همداراز پر ځمکو د امنيتي ځواکونو د قبضې خبره راپورته کول دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته