پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مشرانو جرګه: د ایراني چارواکو څرګندونې ناسمي دي
نیټه: Sun, 12 Jan 2020 13:45:05 +0000

 

د مشرانو جرګي غړي د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړه چې وايي په تهران کې اوکرینې الوتکه د انساني اشتباه له امله ویشتل شوي.
د مشرانو جرګي غړي وايي ایران حکومت باید پر عراق د مزایلو د ویشتل پر مهال ملکي هوايي چلند ته د الوتکو د پورته کېدو اجازه نه وای ورکړی.
دوی د اوکراین په ویشتل شوې الوتکه کې د وژل شوو کسانو لپاره د انصاف غوښتنه کوي او وايي د بهرنیو چارو وزارت دې ددې پیښې جدي څارنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د شنبې په ورځ په تېروتنه کې د دغې الووتکې پر ویشتلو اعتراف وکړ.
په هغه پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان ووژل شول.
د مشرانو جرګي غړو د ایران حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې د ورانکارو عملونو څخه لاس واخلي او د سیمې ثبات دې نه نګوي.
د افغانستان په ګډون د اکراین، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو د دې هوايي پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې.
د اوکراین هغه بوینګ ډوله الوتکه د چهارشنبې پر ورځ په عراق کې پر امریکايي اډو د ایران له توغندیز بریده څو ساعته وروسته پلازمېنه تهران کې وغورځېده.
ایران په بغداد کې د خپل یوه لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته هغه برید کړی و، چې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.
د اوکراین لویه څارنوالي په احتمالي توګه په لوی لاس د خلکو وژلو او الوتکې ویجاړولو له اړخه دغه موضوع څېړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته