پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمېسیون وايي ۲۹۲۸ محلونو رایې به بیا شمیرنې ته لاړی شي
نیټه: Sun, 12 Jan 2020 13:52:27 +0000

 

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په نهو ولايتونو کې د ۳۸۱ استينافي اعتراضي شکايتونو د ثبت خبر ورکړی او وایي چې د نږدې درې زره محلونو رایو د بیا شمېرنې طرح په دوو ورځو کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شريکه شي.
ددې کمېسیون د چارواکو په وینا په ولایتونو کې به د  ۲۹۲۸ محلونو رایې  بیا شمیرنې ته لاړی شي چې زیات محلونه یې په ننګرهار کې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر سبا (دوشنبې) به په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کې خپل کار پای ته رسولی خو په پاتې ۶ هغو کې د شکایتونو په اړه د پرېکړو بهیر لا پاتی دی.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې او په اړه یې د پرېکړې کولو لپاره ټاکل شوی ۱۵ ورځنی وخت سبا دوشنبه پای ته رسېږي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له قوله، په قانون کې یوازې د شکایتونو په اړه د پرېکړې برخې یادونه شوې، خو د پرېکړو د عملي کولو په اړه بحث جلا خبره ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته