پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کميسيون: نن به د شکایتونو د رسیدګۍ او پرېکړې پروسه بشپړه شي
نیټه: Mon, 13 Jan 2020 10:46:51 +0000

 


په افغانستان کې نن دوشنبه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ارزولو وروستی ورځ ده.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې نن دوشنبه به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د رسیدګۍ او پرېکړې پروسه بشپړه کړي.
د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سیدقطب الدین رویدار ويلي چې له ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند پرته په ټولو ولایتونو کې ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي او پرېکړې شوې دي.
هغه وویل د ورځې تر پایه د همدغو شپږو ولایتونو په اړه هم پرېکړې کیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخکې اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه ټاکنیزو ډلو له دوی سره څه باندې شپاړس زره شکایتونه ثبت کړي و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته